د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: په چاودنه کی شپږ کسان وژل شوي دي


پاکستاني چارواکي وایی چی نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په کرم ایجنسۍ کی چی د افغانستان سره سرحد ته نژدې پرته ده لږ تر لږه د بمونو په دوو چاودنو کی شپږ تنه وژل شوي او څو نور زخمی شوي دي.

چارواکو وویل چی دوې لارۍ پر دغو ځمکنی ماینونو باندی برابري سوې.

هیچا څه نه دي ویلي چی دا بمونه چا ښخ کړي وو. مگر دداسي بمونو د چاودنو ملامتي عموما په یاغی طالبانو باندی اچول شوې ده

XS
SM
MD
LG