د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ملگرو ملتو له خوا د بینظیر بوتو د قتل د تحقیقاتو په باب موافقې ته نژدې شوی دی


پاکستان وایی چی د هغه پیشنهاد په باب چی د پخوانۍ صدراعظمي بینظیر بوتو د قتل تحقیقات دي د ملگرو ملتو له خوا وشی یوې موافقې ته نژدې سوی دی .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پرون د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتو په دفتر کی د عمومي منشي بان کي مون سره وکتل او د پاکستان په دې غوښتني باندی ورسره وغږید چی وایی د میرمن بوتو د قتل د تحقیقاتو د پاره دي یو مستقل هیات وټاکل سی .

د ښاغلي بان دفتر وویل چی عمومي منشي دې غوښتني ته مثبت جواب ووایه ، مگر ویی ویل چی د پاکستان او د ملگرو ملتو د نورو چارواکو سره د زیاتو صلا مشورو ضرورت هم سته .

په هغو موضوع گانو کی چی دواړو خواو موافقه پر وکړه د هیات تشکیل او ددغه هیات د بیطرفۍ او استقلال ساتل شامل وو .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چی ده دغه راز د ملگرو ملتو د امنیت د شورا د پنځو دائمی غړو هیوادو د آستاځو سره هم وکتل .

ښاغلی قریشي نن وروسته دلته واشنگټن ته را روان دی چی د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري کاندو لیزا رایس ، نورو حکومتي مامورینو او د کانگرس د څو غړو سره وگوری .

XS
SM
MD
LG