د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د ایران توغوندیو وښودل چی د امریکا توغوندیو ته ضرورت نه سته


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف وایی چی په دې هفته کی د ایران د توغوندیو د آزمویلو نه دا معلومه سوه چی په اروپا کی د امریکا د میزایلونو ضد سیسټم ته ضرورت نه سته ، ځکه چی د تهران راکټونه دومره اوږد واټن نه سی وهلای .

هغه نن په ماسکو کی خبر یالانو ته وویل چی ددې آزموینو نه معلومه سوه چی د ایران راکټونه تر دوه زره کیلو مترو پوری رسیدلای سی او په اروپا کی دداسی سیسټم د جوړیدو ضرورت نه سته چی ددغو راکټونو د ویشتلو د پاره په نظر کی نیول سوی دی .

لاوروف وویل چی د ایران په اړه مسالې باید په خبرو اترو او په سیاسي او دیپلوماتیکي لارو چارو حل سی .

ددې هفتې په سر کی د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کاندو لیزا رایس په پراگ کی یوه موافقه لاسلیک کړه چی د هغې په اساس به واشنگټن کولای سی د چیک په جمهوریت کی د میزایلونو ددفاع د سیسټم یوه برخه نصب کړی .

د روسیې جمهوررئیس دیمیتري میدویدیف وویل چی روسیه په دې موافقې سره ډیره خواشینې شوې ده . هغه خبر داری ورکړ چی که امریکا خپل دا پلان پر مخ بوځي نو روسیه به په متقابلو اقداماتو باندی غور وکړی .

XS
SM
MD
LG