د لاس رسي وړ اتصالات

ایران هغه آوازی رد کړی چی د اټومی پروگرام  د درلودلو له کبله به پری حمله وشی


د ایران د ایرنا په نامه خبری رسمی آژانس نن د ایران د بهرنیو چارو د وزیر منوچهر متقی له قوله ویلی چی د اسراییلو صهیونیست رژیم او امریکا د دی توان نه لری چی د ده په قول یوی بلی بلوا ته ځان ورکړی.

د ایران د حکومت یوه نطاق غلام حسین الهام وویل چی د ایران پرخلاف هر ډول عمل به لیونتوب دی.

دغه تبصری صرف څو ورځی له هغه وروسته کیږی چی ایران د توغندیو آزموینه وکړه او په دی دول یی د ایران د اټومی پروگرام په سر اندیښنی زیاتی کړی دی.

د اروپایی اتحاد ټولنی د جمعی په ورځ یو خبرلیک خپور کړ او د دی ازموینی په هکله یی اندیښنه ښکاره کړی او له تهران نه یی وغوښتل چی د خپل اټومی پروگرام لپاره مذاکراتو ته حاضر شی.

د اروپایی اتحاد ټولنه وایی چی د توغندیو آزموینی د نړیوالو اندیښنی زیاتی کړی دی.

ایران وایی چی د هغوی د اټومی پروگرام مرکچی سید جلیلی به په راتلونکی اونی کی د اروپایی اتحاد د بهرنیو پالیسیو له ریس جاویر سولانا سره وگوری او د خپل اټومی پروگرام په هکله به ورسره خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG