د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالی کوریا د اټومی پروگرام په سر  شپږ اړخیزه مذاکات نن پای ته ورسیدل


د شمالی کوریا د اټومی پروگرام په سر شپږ اړخیزه مذاکرات نن په دی موافقی سره پای ته ورسیدل چی شمالی کوریا به خارجی ماهرانو ته اجازه ورکوی چی د اټومی بټیو د غیر فعال کیدلو مؤثقیت تفتیش کړی.

په یوه خبرلیک کی راغلی چی د دریو ورځو مذاکراتو وروسته شمالی کوریا موافقه وکړه چی د یونگ بیان غټه اټومی بټی به د اکتوبر تر میاشتی پوری بنده کړی او په عوض به یی نور ملکونه د شمالی کوریا سره د انرژی د ورکولو او رسولو مرسته کوی.

همداشان موافقه شوی چی په مذاکراتو کی شامل شپږ ملکونه به د دی صلاحیت ولری چی دغه بندی شوی اټومی بټی تفتیش کړی ،اسناد به یی وڅیړی او کولای شی د هغوی تخنیکی منسوبین تر پوښتنو لاندی ونیسی.

دغه خبری د پنجشنبی په ورځ وروسته له نهو میاشتو ځنډ وروسته وشوی.

امریکا، جنوبی کوریا ،چین ،جاپان او روسیی موافقه وکړه چی د جون د میاشتی په وروستیو کی به له هغه وروسته چی شمالی کوریا د خپلو اټومی بټیو د بندیدو لست ورته ورکړی بیا به سره مذاکرات وکړی.

XS
SM
MD
LG