د لاس رسي وړ اتصالات

داکتر سپینتا د هند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سره ولیدل


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داکتر سپانتا په کابل کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیو شنکر منون سره ولیدل.

هغوي پدی لیدنه کتنه کې چې نن ماسپښین تر سره شوه، د افغانستان حکومت او خلکو ته د هند پر سفارت باندی د تیری اونۍ دحملی په اړه چی پکی زیات شمیر بی گناه خلک وژل شول، د خپلی خواخوږۍ پیامونه وړاندی کړل.

کابل ته د ښاغلی منون د سفر هدف دا دی چې د افغانستان د بیا ابادولو په بهیر کی د لا همکاریو ژمنه تازه او د افغانستان حکومت سره خپل ملاتړ اعلان کړي چې د داکتر سپنتا له خوا یی ستاینه وشوه.

XS
SM
MD
LG