د لاس رسي وړ اتصالات

پاریس: د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه


د اروپا، منځني ختیځ او شمالي افریقا د څلویښتو ډیرو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د یکشنبې په ورځ پاریس کې سره را غونډ شوي.

د فرانسې په کوربه توب دوی هڅه کوي چې د مدیترانې بحیرې شاوخوا هیوادونو کې اتحاد ټینگ کړي. په پاریس کې د نن ورځې غونډې لپاره د دری څلویښتو هیوادونو استازي رسیدلي او د فرانسې جمهور رئیس یې هرکلي ته ولاړ دی.

د لبنان جمهور رئیس میشل سلیمان یوه ورځ د مخه دی غونډې کې د گډون لپاره ورغلی . دلبنان جمهور رئیس د خپل فرانسوي سیال نیکولاسرکوزي سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې غواړي د سوریې سره خپلې دیپلوماتیکي اړیکي ټینگې او دمشق ته به سفر هم وکړي.

XS
SM
MD
LG