د لاس رسي وړ اتصالات

'پنځه اتیا په سلو کې' افغانان د روغتیايي اسانتیاوو  څخه برخمن شوي دی


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو اداره وايي چې په تېرو شپږو کلونو کې پدغه هیواد کې پنځه اتیا په سلو کې افغانان د روغتیايي اسانتیاوو څخه برخمن شوي او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې سلګونو روغتیايي مراکز او کلینیکونه د نړېوالې ټولنې په مرسته جوړ شوي.

ددی اداری مشر ډاکتر رامیش پينومکا نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې څلور فیصده حامله ښځو روغتونونو ته د ولادت په مهال مراجعه کوله، ولې تېر کال شمېرنو ښودلې چې دیرش په سلو کې اوس حامله ښځې روغتونونو ته د ولادت په خاطر ورځي.

هغه زیاته کړه چې شپاړس زره محلي صحي کارکوونکي پدغو روغتیايي مراکزو کې په خدمت بوخت دي.

خو ډاکټر رامیش ددی بریاوو تر څنګ د ستونزو یادونه هم وکړه وې ویل چې لا اوس هم د زیږون په مهال د میندو د مرګ او میر کچه لوړه ده. هغه وویل چې په هرو سل زرو میندو کې دزیږون په مهال شپاړس سوه یې ژوند له لاسه ورکوي.

هغه دا ډول وویل چې د میندو د مرګ او میر د کچې لوړوالی تر ډېره په کوچنیوالي کې د انجونو وختي وادونه دي. هغه وویل په افغانستان کې پنځه څلويښت په سلو کې انجونې د اتلس کلنۍ د عمر نه په ټېټه برخه کې واده کیږي.

هغه ددی تر څنګ د ماشومانو د مړېنې په اړه وویل چې په هرو زرو ماشومانو کې یو سل او پنځه شپېته یې د میندو د ولادت په وخت کې هم ژوند له لاسه ورکوي.

دا ډول د ملګرو ملتونو د نفوسو دی اداری خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د ماشومانو د پېداښت کچه همداسې چې اوس ده روانه وي نو ښايي په دیرشو راتلونکو کلونو کې د اوسني نفوس دوه برابره ډېرښت موندلی وي چې له دی سره یو ځای باید په افغاني ټولنه کې اجتماعي او اقتصادي بنسټونه هم دوه برابره ډیرښت ومومي.

XS
SM
MD
LG