د لاس رسي وړ اتصالات

کرزى وایی دده هېواد نېکمرغه دى چې د امرېکا او اېران دواړو همکاري ېې په برخه ده


د افغانستان جمهور رئېس وايى دده هېواد خوشبخت دى چې د امرېکا او اېران دواړو همکارى ور په برخه ده که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ تاو ترېخوالى موجود دى.

ښاغلى کرزي د ازادۍ له راډېو سره چې دامرېکا په مالى مرسته چلېږى په ېوه مرکه کې ووېل دى په دې خوشاله دى چې اېران دامنى چې سوله ئېز او باثباته افغانستان داېران په گټه دى.

هغه ووېل دې په دې عقېده دى چې اېران په افغانستان کې دنړېوالو موجودېت پېژنى او منى ېې. دا مسله په اوږده موده کې داېران په گټه ده.

ښاغلى کرزى په دغه مرکه کې داهم ووېل چې امرېکا په دې پوهېږى چې افغانستان له گاونډي اېران سره ښو اړېکو ته ضرورت لرى.

دغه مرکه نن ددوشنبى په ورځ د ازادۍ په راډېو کې خپره شوه. په داسى حال کې چې امرېکا او اېران ېوبل ته د اېران جنجالى اټومى پروگرام په سر زېاتېدونکى او ټېنگ خبرداري ورکوى.

له بل پلوه اېران تېره اونى د زېات شمېر بالېسټېک توغندېو ازموېنه وکړه. دغى ازموېنى دامرېکا اندېښنى، په سېمه کې د خپلو گټو دامنېت په برخه کې راوپارولى.

رپوټ وايي د افغانستان لوېدېځه برخه له اېران سره سرحد لرى او د ېاغېانو او د امرېکا د غربى متحدېنو او افغانستان دعسکرو سره د جگړې مېدان دى.

د امرېکا عالېرتبه چارواکېو پر اېران دا تور لگولى دى چې په افغانستان کې د ترهگرانو ملاتړ کوى. خو اېران دا توروونه ردوى.

XS
SM
MD
LG