د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکېه کې په ٨٦ کسانو په رسمى ډول د ترهگرى تور لگول شوېدى


د ترکېې ېو څارنوال ٨٦ کسانو خلاف محکمى ته حاضرېدلو امرکړېدى. پرهغوى دعوه شوېده چې د حکومت دنسکورولو په ېوه دسېسه کې لتاړ دى.

څارنوال اېکوت جنگېز اېنجېن نن په استانبول کې ددغو خلکو خلاف په رسمى ډول تورونه ولگول.

هغه ووېل په تورنو کسانو کې ېو شمېر ېا د ترهگرې دېوې ډلې په جوړولو لگېادى او ېاېې په ترورېستى ډله کې غړېتوب درلود او هڅه ېې کوله چې حکومت رانسکور کړى.

په رپوټ کې وېل شوېدى چې د پوځ پخوانى منصبداران او خبرېالان دتورنو په لېست کې شامل دى.

دغه مشکوک کسان په دې توقېف شول چې دېوې ادعا له مخى دېوه افراطى تنظېم چې د اېرجېنکان په نامه شهرت لرى په برخه کې تحقېقات روان ول. تېره اونۍ چارواکېو د ترکېې دوه متقاعد جنرالان ددغو دتحقېقاتو په اړه ونېول.

XS
SM
MD
LG