د لاس رسي وړ اتصالات

د استرالیا د مسلمانانو پریکړه


د استرالیا مسلمانو مشرانو د ځوانانو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په درشل کی خپل جوماتونه او ښوونځي د رومن کاتولیکو عبادت کونکو پر مخ پرانستل.

د استرالیا د رومن کاتولیک مذهبي مشرانو په داسې حال کې د نورو ادیانو د پیروانو د مرستې غوښتنه کړې چې په زرگونو بهرني عبادت کوونکي استرالیا ته د نړۍ د ځوانانو د ورځې په مراسمو کې د گډون لپاره راځي.

ددی ورځی د نمانځنې هدف د بیلو مذهبونو ترمنځ د فاصلې له منځه وړل دي.

د سدني د مسلمانانو د ټولنی ځوانانو د نورو ادیانو ځوانانو ته د سولی غیږ پرانستله. د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ بینډیکت د یکشنبې په ورځ د استرالیا سیدني ته رسیدلی دی.

اټکل کیږي چې لږ تر لږه سل زره بهرنيان به د لسگونو زرو استرالیایي ځوانانو سره یوځای په دې مراسمو کې برخه واخلي.

د ځوانانونړیواله ورځ به په همدې اونی کی ونمانځل شي.

XS
SM
MD
LG