د لاس رسي وړ اتصالات

د هند اقتصاد په بې ساري ډول پرمختگ کوي


د هند اقتصاد په بې ساري ډول پرمختگ کوي او په هغه هیواد کې یې سترو بدلونونو ته لار حواره کړې ده. د اقتصادي پرمختگ یوه ډیره ښکاره نښه په دې هیواد کې د ښاری پراختیا چټکه وده بلل کیږي.

په هند کې د ښاري پراختیا دغه پروژه په امریکا کې د کورونو په څیر ښکاري. خوتو پیر یې دا دی چې دلته د کورونو بازار د رکود سره نه دی مخامخ. د جې پي سرسبزي په نوم دغه ښاري پروژه چې د گالف د لوبې یو میدان هم لري د هند د پلازمینې ډهلي په اتلس کلومتري کې پرته ده.

خو ددې پروژې رئیس مانو گوسوامي وايي د هند د اقتصاد د چټکې ودې په پرتله د کورونو بازار دومره تود نه دی.

گوسوامي وایي هند اوس د ژوند د هر هغه لذت او نعمت تجربه کولو ته تیار دی چې په لویدیځو او اروپایي هیوادونو کې موندل کیږي. نیتیا انند د یو کور مالک دی او له ده سره همغغږی دی. هغه وایي د شپږو کوټو کور یې دوه میلیونه ډالره قیمت لري او بیا هم ډیر خریداران لري.

گوپتا: "دا یوه گټوره پانگه اچونه ده. تر هغې چې اوسیدل غواړي اوسیږه او کله چې دلته اوسیدل نه غواړي، سمدستي یې خرڅولی شې او ډیره گټه به هم وکړې."

ساختماني شرکتونه وایي د کورونو پیرونکې ډیر دي او هر وخت په مارکیت ترغوښتنې ډیره وي. په دې اړه یو اقتصاد پوه اروند سینگال څو ټکو ته اشاره کوي.

اروند سینگال: " په هند کې په عمومي توگه خلکو عاید زیات شوی دی. د یو نسل مخکې په پرتله اوس خلک په ډیر کم عمر کې په گټې لاس پوري کوي. اوس ورځ په ورځ د نارینه وو سره د ښځینه کارکوونکو شمیر هم ډیر شوی دی چې د کورنیو عاید یې دوه برابره او یا هم څو چنده ډیر کړی دی."

په اصل کې هغه کورنۍ د هند د منځنۍ طبقې د اقتصاد د ملا تیر دي چې تر یو ډیر عاید لري. د خلکو د مصرفولو توان ډیر شوی دی. سوراب او سوني اگروال د خپل نوي کور لپاره د خریدارۍ پ اړه وایي.

سوني اگروال: " فکر کوم زمونږ د پلار او مور د نسل خلک تر مونږ ډیرقناعت کوونکي وو او زمونږ نسل ماده پرسته دی. مونږ سمدستي غواړو چې خپل کور ولرو او خپل موټر ولرو."

خو د اقتصادي پرمختگ سربیره هند بیا هم د نړۍ د ستر شمیر بې وزله خلکو کوربه دی. ښاغلی اس سریدار د کورونو د ملي بانک اداري رئیس دی. دی وایي د د عاید ډیروالي گټه د هند ټول نفوس ته نه رسیږي.

اس سریدار: " دا کار د یو لړ ستونزو پیلامه هم کیدلی شي لکه په سیمه کې گڼه گوڼه، د ژوند د سطحې ټیټیدل او نورې ټولنیزې ستونزې. ددې مانا دا ده چې د کور ورکول تش شعار یا یوه هیله نه بلکې ددې د پلي کولو لپاره مونږ ټول باید په گډه کار وکړو."

که څه هم د تیرو څو کلونو راهیسي هند د چټکې اقتصادي ودې نه خوند اخلي خو نړیوال بانک وایي په دې هیواد کې اوس هم څلورنیم سره میلیونه انسانان د ورځې په یوازي یو ډالر عاید ژوند کوي.

ښاغلی سریدار وایي د هیواد په سترو ښارونو کې د اقتصادي پرمختگ نه د گټې اخیستنې له پاره ډیرو هندیانو ددې ښارونو په لور مخه کړې ده او همدا علت دی چې د کورونو بازار به همداسي تود وي.

XS
SM
MD
LG