د لاس رسي وړ اتصالات

ISI په افغانستان په وروستیو پېښو کې 'لاس درلود'


د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کابېنې په غونډه کې چې د جمهور ریس حامد کرزي په مشرۍ دایره شوې وه، یوه اعلامیه تصویب شوه، پدغه اعلامیه کې د پاکستان د استخباراتو اداره ای ایس ای په افغانستان کې په وروستیو پېښو کې په لاس لرلو مستقیما تورنه شوی.

دولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمید زاده نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې تېره ورځ د کابېنې په غونډه کې پریکړه وشوه ترڅو له پاکستان سره په ځېنو برخو کې ډېپلوماټېکې اړېکې ودریږي.

هغه وویل چې د افغانستان حکومت دری غونډې: لومړی په پولو کې د همکارۍ په هکله خبری اتری چې د زمري دمېاشتې په دوهمه نېټه په دوبۍ ښار کې ترسره کېده؛ دوهمه د اقتصادي همکاریو په اړه دکمیسیون غونډه چې په کابل کې دزمري دمیاشتې په پنځمه نېټه کېده؛ او دریمه ناسته په اسلام اباد کې ترسره کېده، ځنډولي.

د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د پاکستان د استخباراتو اداره ای ایس ای په افغانستان کې د ناامنیو په پېښو کې په لاس لرلو تورنه شوی.

د ولسمشر ویاند حمید زاده هم پدی خبري کنفرانس کې وویل چې د ثور په اتمه په ولسمشر کرزي برید، د کندهار د زندان پېښه، په باجوړو او وزیرستان کې د افغاني اتباعو د سرونو غوڅول، په غزني کې د دوو ښځو وژل او د هندوستان په سفارت برید هغه پېښې دي چې د پاکستان داستخباراتو د اداری ای ایس ای له خوا ترسره شوي.

هغه وویل چې د افغانستان حکومت داسې شواهد په لاس کې لري چې وښايي پدغو پېښو کې مستقیما د ای ایس ای لاس وو.

XS
SM
MD
LG