د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو هغه رپوټونه ردوى چې د افغانستان او پاکستان سرحد ته ېې عسکر لېږلىدى


د امرېکا په مشرى داېتلاف د قواو نطآق په افغانستان کې وايى چې هغه رپوټونه چې واېې د پاکستان په سرحدى سېموکې عسکر زېات شوېدى، دده په وېنا چور ناسم خبر دى.

دنا ټو نطآق مارک لېټى واېې د دوى قواوې کوم غېر معمولى حرکا ت سرحد ته نېژدى نه اجراکوى. د ناټو نطآق دغه رپوټ وروسته له هغه نه رد کړ چې محلى پاکستانى چارواکېو او کلېوالو ووېل چې دوې ددې شاهد دى چې نظامى مهمات او وساېل سرحد ته راوړل کېږى.

د پاکستان چارواکى او ځاېې کلېوال وايى چې د افغانستان او اېتلاف په سوونو عسکر دافغانستان او پاکستان په سرحد کې خپل سنگرونه محکموي.

د پاکستان د شمالى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې د لوړه منډه ېې خلک وايى خارجى عسکر د سه شنبى په ورځ د سرحدى سېمى په لور خوځېدلى دى او له ځان سره ېې زغرورى نقلېه وسېلى او درانه توپونه راوړېدى.

د پاکستان چارواکېو د غه نقل او حرکت تائېد کړېدى خو واېې دوى د افغانستان د سرحد په خواکې دى او دپاکستان خاورې ته راداخل شوى ندى. ېوشمېر عېنى شاهدان وايى چې د سېمى نه ځېنى کورنى نورو ځاېونو ته روانى دى.

د پاکستان او افغانستان د سرحد په اوږد و کې د بې ثباتى له امله امرېکا او افغانستان پر پاکستان باندى سخت انتقاد کړېدى او واېې چې پاکستان په کافى اندازه اقدامات نه کوى چې د طالبانو خوندى ځاېونه په قبېلوى سېمو کې وران کړى.

د پاکستان حکومت وايى چې دوى به دا اجازه ورنکړى چې ددوى له خاورې نه په نورو هېوادونو باند ى حمله وشى. د پاکستان چارواکې واېې چې د افغانستان او امرېکا قواوې په خپله د افراطېانو د مخېنوى لپاره چې له پاکستان نه افغانستان ته اوړى ډېر څه کولى شى.

ددوشنبى په ورځ دافغانستان مشرانو دپاکستان پر استخبارانو او امنېتى قواوباندى تور ولگاوه چې دوى په نړى کې د ترهگرى او افراطېت صادروونکى دى.

د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې له پاکستان سره راتلونکى مجلسونه ددې لپاره ځنډوى چې پر اسلام اباد باندى په دې سبب اعتراض وکړى چې په افغانستان کې لاسوهنه کوى.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي نېغ په نېغه د پاکستان پر پوځ او استخباراتو باندى داتو رولگاوه چې دتېرې اونې د بم چونى برېد دهند پر سفارت باندى په کابل کې دوى کړى و.

خو پاکستان په دې ټېنگار کوى چې ددوى داستخباراتو اېجنټان او نظامى قواوې په هغو بم چونو کې دخېلى ندى چې په افغانستان کى سرته رسېږى. د پاکستان خارجه وزارت واېې دغه تورونه چې دافغانستان له خوانه لگول کېږى بېخى بې بنېاده دى او ددواړو هېوادونو ترمنځ مصنوعى بحران تولېدوى.

ښاغلى کرزى خپله نظرېه څرگنده کړى وه چې د پاکستان اېجنټان په بم چوونو کى دخېل دى.



XS
SM
MD
LG