د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدر اعظم د کرزی تورونه غندلی دی


د پاکستان صدر اعظم، یوسف رضا گیلانی، د افغانستان د جمهور ریس هغه تورونه غندلی دی چی ویلی یی وو پاکستان په دی وروستیو حملو کی لاس درلود.

ښاغلی گیلانی نن په اسلام آباد کی وویل چی په افغانستان کی د یوه با ثباته حکومت د جوړدیو لپاره یی خپلی ټولی هلی ځلی کړی دی.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د دوشنبی په ورځ د پاکستان پوځ او استخبارات په دی تورن کړل چی په کابل کی د هند د سفارت د تیری اونی د چاودنی په شمول چی پکی ۴١ خلک ووژل شول، په دی وروستیو وختونو کی د تشدد په یو لړ پیښو کی لاس لری.

ښاغلی کرزی د خپلی ادعا د ثابتولو لپاره کوم شواهد وړاندی نکړل.

د پاکستان حکومتی مشرانو د یاغیانو سره په خپله سرحدی سیمه کی د تشدد د کمولو لپاره د ټیټی سطح خبری پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG