د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او  افغانستان - د دوه سوه اتلس میلونو ډالرو مرستو تړون


د عامی روغتیا وزیر، سید امین فاطمي، د مالیې وزیر انوار الحق احدي اوپه کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، ویلیم ووډ، نن په کابل کې د جمهور رئیس حامد کرزی په موجودیت کې د امریکا له لورې د افغان حکومت سره د دوه سوه اتلس میلونو ډالرو مرستو تړون لاسلیک کړ.

د تړون لاسلیکولو په وخت د امریکا د پراختیایې ادارې یا یو اس ای آی ډي رئیس هم ناست و. ددی پیسو جملې ځنی یوه اندازه یې په دیارلسو ولایتونو کې په روغتیایې چارو ولگول شي.

د امریکا سفیر وویل چې دا لمړې ځل دی چې د امریکا دغه پراختیایې اداره د یوهیواد په حکومت باور کوي او خپله مرسته د حکومت د لارې په مصرف رسوي.

XS
SM
MD
LG