د لاس رسي وړ اتصالات

استرلیا په ٢٠١٠ کال کی د کاربن د گازونو د خپرید د مخنیوی لپاره پلان طرح کړی دی


د استرلیا حکومت په ٢٠١٠ کال کی د کاربن د گازونو د خپرید د مخنیوی لپاره پلان طرح کړی دی.

د استرالیا د اقلیم وزیر پینی ونگ نن د د غه پلان جزيیات په پایتخت کانبیرا کی خپاره کړل او خبرداری یی ورکړ چی استرالیا باید په دی هکله عاجل اقدامات وکړی.

پینی ونگ وویل استرالیا په نړی کی ترټولو و چه او گرمه قاره ده، نو د استرالیا چا پیریال او اقتصاد به تر هر ځای نه زیات متضرره شی.

د ٢٠١٠ کال په پلان کی برښنا، تیل، گاز او فضله مواد شامل دی، خو زراعتی چاری او ځنگلونه د دی پلان نه مستثنی دی.

د دی پلان له مخی به حکومت د صنعتی کاربن په تولید محدودیتونه ولگوی او انفرادی کمپنی باید د حکومت نه اجازه واخلی.

XS
SM
MD
LG