د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا او افغانستان قواو هغه پوسته خوشى کړه چې سر تېرو پرې حمله کړې وه


د امرېکا اوافغانستان عسکر له هغې پوستى نه راوتلى دى چې دنورستان په ولاېت کې وه او سرتېرو پکى نهه تنه امرېکا ېې عسکر په دې اونى کې ووژل.

ناټو ووېل چې دوى نوى پوسته چې د نورستان د وېگل د اولسوالى د ونت په کلى کى جوړه شوې وه خالى کړېده.

دغه کلى د نورستان او کونړ د ولاېتونو په سرحد کې پروت دى. دتېرې ېکشنبى په ورځ د سرتېرو ېوې غټى ډلى پردغه پوسته حمله وکړه نهه تنه ېې ووژل او ١٩ تنه نورې زخمى کړل.

په زخمېانوکې افغانان او امرېکا ېان دواړه شامل دى. د جگړې دغه ځانى تاوان له هغه وخت راهېسى چې په ٢٠٠١ مېلادى کې امرېکا ېانو دطالبانو رژېم نسکور کړ تراوسه پورې له ټولو نه سترو.

محلى چارواکېو ووېل چې طالبانو د لنډې وقفې لپاره دغه کلى ونېو خو دافغانستان قواوې هغوى په شا وتنبول او لږ تر لږه اوه تنه ېې ترېنه ووژل. له بل پلوه نن په پکتېکا ځاېې چارواکېو ووېل چې عسکرو ېې ١٥٠ مشکوک طالبان د سه شنبى په ورځ ناوخته ووژل.

په دې که له هغوى سره داېتلاف هواېې قواو هم مرسته کړى وه. خو داېتلاف قواو دغه رپوټ ندى تائېد کړى.

د پکتېکا دوالى نطاق غمى خان مرگ ژوبله هغه وخت پېل شوه چې تقرېبا درې سوه او پنځو س تنو مشکوکو سر تېرو د برمل په اولسوالى باندى په راکټونو او سپکو سولو حمله وکړه.

XS
SM
MD
LG