د لاس رسي وړ اتصالات

مککین او اوباما به په زرگونو نور عسکر افغانستان ته ولېږى


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې د امرېکا د جمهورى رېاست کاندېدانو د افغانستان او عراق پرجگړو او خپلو خارجې پالېسېو باندى بحث وکړ.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې ددېموکرات گوند له خوانه د امرېکا د جمهورى رېاست کاندېد سناتور براک اوباما او سناتور جان مکېن د جمهورى گوند له خوانه د امرېکا د جمهورې رېاست لپاره کاندېد د خپلې خارجې پالېسى په هکله او په افغانستان کې د مخ په خرابېدونکېو حالاتو په باب خبرى وکړى.

دغو دواړو سناتوراننو له عراق نه دامرېکا د خارجې پالېسى توجه افغانستان ته واړوله. د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې دغه دواړه سناتوران، سپېنى مآِڼى ته درسېدلو امېد لرى.

دواړو وعده وکړه چې په زرگونو نور عسکر او زښتې زېاتى مرستى به افغانستان ته ولېږى.

ددې ترڅنگ دواړو کاندېدانو د عراق د جنگ او پر افغانستان باندى ددغه جنگ د اغېزو په برخه کې له ېوبل نه چور مختلف نظرېات وړاندى کړل.

واشنگټن پوسټ لېکى چې براک اوباما ووېل د عراق جگړې په افغانستان کې دترورېزم خلاف جگړې نه زموږ توجه بلى خواته اړولى ده. سناتور جان مکېن ووېل چې عراق دهغو تاکتېکونو لپاره د ازمېېلو او ثابتولو مېدان دى چې ېاغى طالبان پرې ماتېدلى شى.

دواشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې دواړو کاندېدانو دعراق د جنگ په سر له څو اونى لفظى جگړى نه وروسته د افغانستان د حالاتو د ښه کېدلو لپاره داسى نسخه وړاندى کړه چې په ارېانوونکى ډول له ېوبل سره شباهت لرى. که څه هم ددواړ تر منځ لفظى جگړه روانه ده.

دسناتور مکېن طرفدار سناتورېچرد لوگر ددې طرفدار دى چې پاکستان ته بشرى مرستى درې چنده شى خو له دې سره ېو شرط دى او هغه دا چې دترهگرى خلاف په برخه کې به په کلکه هلى ځلى کوى.

ورځپاڼه لېکى چې پرون اول ځل و چې سناتو رمکېن دا پېشنهاد وکړ چې له عراق نه د ې د افغانستان جنگ ته چې د له ېاده وتلى جگړى په نامه ېادېږى نور عسکر ور ولېږى.

د هغه په پالېسى کې دغه بدلون د هغه درېځ د سناتور اوباما له پالېسى سره په دغه برخه کې برابر کړ چې وايي د ډېرو کلونو لپاره دې له افغانستان سره نظامى مرستى وشى او په دېپلوماتېکى لحاظ دى ورته توجه وشى.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکى چې ددې دواړو کاندېدانو دغه نظرېات ښاېې د امرېکا په راېو وروکوونکېو باندى ښه ولگېږى. د واشنگټن پوسټ او اې بي سي د خبرى موسسى له خوانه ېوه داسى نوى سروې شوېده چې په دې کې اونى کې خپره شوه.

په سروې کې دامرېکا ېانو ېو اقلېت واېې چې دافغانستان جنگ چې دالقاعده او طالبانو خلاف روان دى، په دې ارزى چې لگښت پرې وشى او دا جگړه باېد وگټل شى چې د ترهگرى خلاف په پراخه جگړه کې برېالى توب ترلاسه شى. خو زېات شمېر امرېکا ېان دعراق په برخه کې داسى فکر نه کوى.

دافغانستان جگړه چې د له ېاده وتلى جگړې په نامه ېادېږى نوره نو له ېاده وتلى نده. تېره مېاشت په افغانستان کې دامرېکا دعسکرو دمرگ شمېر په عراق کې دامرېکا د عسکرو د مر گ تر شمېر زېات و.

واشنگټن پوسټ لېکى چې دتېرې ېکشنبى په ورځ دامرېکا نهه عسکر په افغانستان کې هغه وخت مړه شول او په لسها و نور عسکر زخمى شول چې په سوونو طالبانو دامرېکا د عسکرو پرېوه پوسته باندى حمله وکړه.

دامرېکا د لوېو درستېزانو د کومېټى مشر ستر جنرال ماېکل ملېن په دې مېاشت کې برالا دا غوښتنه وکړه چې افغانستان ته دې نور عسکر ولېږل شى. که څه هم هغه په دې اعتراف وکړ چې نور عسکر د لېږلولپاره په دې خاطر نشته چې په عراق کې مصروف دى.

که څه هم د جمهورى رېاست دواړو کاندېدانو په هغو سختو شراېطو باندى اعتراف وکړ خو هغو ى دعراق له جنگ نه د خپلې پالېسى د سپارښتنو په برخه کې له ېوبل نه په مختلف ډول کارواخېست.

سناتور اوباما ووېل چې دا دمنلو وړ نده چې اوه کاله وروسته چې تقرېبا درې زره امرېکا ېان زموږ په خاوره کې مړه شول، هغو ترورېستا نو چې د سپتمبر په ېوولسمه نېټه دا کار کړى و هغوى تراوسه پورې ازاد گرځى.

سناتور اوباما داخبرى په واشنگټن کې درانلډ رېگن په ودانى کې وکړى. هغه ووېل چې اسامه بن لادن او اېمن الظواهرى خپل پېغامونه ثبتوى او خپلو پېروانو ته ېې لېږى او د ترهگرۍ لپاره نوى پلانونه جوړوى. طالبان تراوسه پورې هم دافغانستان ېوشمېر برخى کنترولوى.

القاعده په پاکستان کې پراخه سنگر لرى او ښاېې چې د دوى پخوانى خوندى ځاې نه چې په افغانستان کې ېې درلود ډېر لېرى نه وى.

سناتور اوباما داهم ووېل چې دعراق جگړې امرېکا ېان خوندى اومصون کړى ندى. او دترهگرى د جگړې مرکزى جبهه او مېدان عراق ندى او هېڅکله هم نه و.

د واشنگټن پوسټ ورځپانه لېکى چې جمهوررئېس بش په سپېنه مآنى کې په ېوه خبرى کنفرانس کې ووېل چې امرېکا په دوو جبهو ېعنى عراق او افغانستان کې جنگېږى خو په نورو محاذونو کې ېې اقدامات امرېکا ېانو ته ډېر څرگند ندى.

هغه ووېل چې دى د حالاتو په سنجونه لگېادى چې دا معلومه کړى چې نور عسکر پکاردى او که نه. په دا اوس وخت کې ېو ه جبهه له بلې نه ښه روانه ده او هغه دعراق جبهه ده.

هلته موږ مخ په برېالېتوب روان ېو. ښاغلى بش ووېل چې دافغانستان جگړه ډېره سخته ده او دا ډېره مهمه ده چې موږ هلته هم د عراق په څېر کامېاب شو.

XS
SM
MD
LG