د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پاکستان بايد سرحد کنترول کړي


د امریکا د دفاع وزارت لوړ رتبه چارواکو له پاکستان نه وغوښتل چې له افغانستان سره د خپل سرحد په اوږدو کې امنیت ټینگ کړي او د سرحد نه د جگړه مارانو د اوښتو مخه ونیسي.

د امریکا غږ الفه سین له پنټگان نه په خپل رپوټ کې وايي، د امریکا د پوځ ستر درستیز، د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن ې چهارشنبې په ورځ وویل، تیره اونۍ یې پاکستان ته یې د خپل سفر په جریان کې د هغه ملک مشرانو ته ویلي چې

د ناامنه او پرانیستو سرحدونو له آمله په افغانستان کې د افراطیانو حملې زیاتې شوي او پاکستان باید ددغې وضعې د ښه کولو لپاره اقدام وکړي.

ښاغلي مولن وویل: ”د سرحد موضوع ډیر حساسه ده او د حل چاره به یې کوو. ما ټولو پاکستاني مشرانو ته دا خبره له هغوی سره د لیدلو پر وخت وکړه.

او دا مشکل باید په ‏عاجل ډول حل شي او ځنډ پکې رانشي. خلاصه باید ووایم، موږ وینو چې یو زیات شمیر افراطیان او بهرني جگړه ماران د کوم مشکل او مانع پرته د پاکستان له سرحد نه اوړي. دا خوځښت باید نور بند شي”.

ستر جنرال مایک مولن وویل، افراطیان د پاکستان په خاوره کې په خپلو پټو ځایونو کې د هغې حملې نه چې په نورستان کې یې د افغاني او امریکايي قواوو پر یوه پوسته وکړه او نهه تنه امریکايي عسکر یې ووژل، د لا قوي عملیاتو لپاره تیاری نیسي او خپل خلک روزي.

خو د پاکستاني مطبوعاتو هغه رپوټ یې رد کړ چې گواکې د پاکستان چارواکو ته خبردارئ ورکړی که د سرحد په اوږدو کې د افراطیانو په خلاف اقدام ونکړي نو امریکا به دا کار وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس چې له سترجنرال مایک مولن سره یې په یوه مشترک کانفرانس کې خبرې کولې هغه رپوټونه رد کړل چې وايي، امریکايي قواوې د افغانستان په خوا کې د حملې تیاری نیسي خو په راتلونکي وخت کې یې دداسې کار امکان رد نه کړ.

هغه وویل: ”په دې خبرې کې شک نشته چې له سرحد څخه د پاکستان پر خوا باندې د فشار نشتوالی باعث شوی چې زیاتو خلکو ته ددې زمینه برابره شي چې له سرحد نه واوړي او حملې وکړي.

ددغې وضعې د ښه کولو لپاره دا وخت هم د پاکستان په خوا کې او هم د افغانستان په خوا کې هڅې روانې دي. خو زه هم په دې باور یم، لکه څنگه چې ستر جنرال مولن وویل، د پاکستان په خوا کې اقدام ته ضرورت دی. هلته باید پر طالبانو او نورو افراطي ډلو فشار راوړل شي”.

XS
SM
MD
LG