د لاس رسي وړ اتصالات

هندیان او پاکستانیان د کشمیر د خپلواکئ ملاتړ کوي


د خلکو د نظر معلومولو یوه وروستۍ سروې ښئي چې هندیان او پاکستانیان دې ته چمتو دي چې د کشمیر خلک دي دې ته پریښودل شي چې خپله آینده په خپله وټاکي.

په دې رای گیري کی چی د یوې نړۍ والي تحقیقاتي مؤسسې له خوا تر سره شوې ښودل شوي دي چی که د کشمیر اکثریت خلک د خپلواکۍ اخيستو فیصله وکړی نو اکثرو پاکستانیانو او هندیانو ته به دا نظریه د زغملو وړ وی .

د خلکو د نظر معلومولو په دې رای گیري کی دا هم معلومه شوې چی پنځوس فیصده هندیان او پاکستانیان وایی چی د هندی کشمیر چی اوس د جمو او کشمیر په نامه یادیږی تجزیه به چی یوه برخه یې هند او بله یې پاکستان ته وسپارل شی ، هم دواړو خلکو ته د منلو وړ وی.

ددغي موسسې د تحقیقاتي ډلي یو مشر کلې رمزي وایی چی دا عجبه ده چی دغه لانجه چی ژوري ریښې لری او د هند او پاکستان د حکومتونه تر منځ په هغې باندی ډیر زیات اختلافونه موجود دي.

ددغو هیوادو د خلکو په اکثریت کی یې دومره زیات مخالف قطبونه نه دي جوړ کړي . هغه وایی چی ددې پر ځای اکثره خلک ددې لانجې په حلیدوکی پراخ نظر لری.

XS
SM
MD
LG