په فلشنگ کې مسلمانان، هندوان او مسیحي افریقایی الصله امریکایان په سوله کې خپل عبادت کوي. د امریکا غږ خبریاله پېگي کلاک په دې باب په خپل رپوټ کې وايي چې ددې سیمې پخواني خلک د انگلستان نه د مذهبي ځورولو په سبب په ١٧ پېړۍ کې دلته چې پخوا د هالندیانو د مستعمرې برخه وه مهاجر شوي دي.
په اوله کې د دې مستعمرې واکمن خلک د خپل مذهب نه منع کړي وو خو وروسته ددوی د بیا بیا غوښتنې په سبب ورته دا اجازه ورکړشوه.
اوس د فلشنگ په سیمه کې تر دوو سوو پورې مختلف عبادت ځایونه شته دي. هندویزم یو د هغو مذاهبو نه دی چې په فلشنگ کې پیروان لري.
یو دلیل یې چې هندوان دغه سیمه د خپل عبادت ځای لپاره وټاکله دا ؤ چې دلته ډیر شمیر مهاجرین اوسیږي.
په دې مهاجرینو کې هندیان، کوریایان، چینایان، مکسیکویان، افریقايي الاصله امریکایان، یونانیان او نور شامل دي.
په فلشنگ کې د مختلفو مذاهبو عبادت ځایونه شته والي په دې ځای کې د نژادي تنوع څرگندویه ده او دا د خلکو لپاره د افتخار وړ خبره ده.
د فلشنگ اوسیدونکی جان لیو په تایوان کې زیږیدلی دی.دی لمړنی اسیايي الاصله امریکايي دی چې د نیویارک ښار شورا ته ټاکل شوی دی.
لیو وايي: مونږ په دې ځای کې د هر مذهب پیروان لرو. دلته کاتولیکان، هندوان، بودایان او مسلمانان لرو.
په اولسمه پېړی کې دې سیمه کې لمړني مهاجرانرټل کیدل. د سیمې یو کس چې جان بونې نومیده خپل کور یې د دې مهاجرانو په واک کې ورکړ چې هلته خپلې غونډې وکړي.
دغه مهاجرینو یو سند ولیکه او په هغه کې د خپل مذهب د ازادۍ غوښتنه وکړه. بونې زندان ته واچول شو. خو وروسته خوشې شو او مهاجرینو ځان لپاره د غونډې یوځای جوړ کړ.
د پوهانو په خبره ددوی دا سند د امریکا د اساسي قانون د تعدیل په شان خلکو ته دا اجازه ورکړه چې مذهبي ازادي ولري. وروسته وروسته نورې مذهبې فرقې هم سیمې ته راغلې.
اول افریقايي الاصله امریکايانو به د خپلې برنډې په وړاندې کښیناستل او هلته به یې عبادت کاوه. دوی ته وویل شول چې له دې کاره لاس واخلي. نو دوی مجبوره شول چې ځان لره د افریقايي الاصله امریکایانو لمړنۍ فرقه جوړه کړي.
د افریقايي الاصله امریکایانو د کلیسا یوه مسئوله کاترین ولیامز وايي که څه هم د فلشنگ مذهبي جوړښت ممکن بدل شي خو د پخواني خلکو اثر رسوخ نه ختمیږي.
هغه وايي مونږ په دې متعهد یو چې د نورو مذهب ته درناوی ولرو.
کاترین وايي: تر هغه وخته پورې چې دوی ماته جنجال جوړ نه کړي، زه به دوی ته جنجال نه جوړوم. که چیرې ماته د خپلې کلیسا بلنه راکړی نو زه هلته ځم. دوی ماسره او زه ددوی سره کومه ستونزه نه لرم. زه دا کوښښ نه کوم چې دوی د خپل مذهب نه واړوم او نه هم یو بل ته وایو چې زما مذهب ستا نه ښه دی.
د نیویارک د اسلامي مرکز امام محمد شیرواني وایي مسلمانان په ناحقه مشهوره شوي چې دوی شر جوړوي. دلته په فلشنگ کې مسلمانانو ته په درنه سترگه کتل کیږي.
شیرواني وايي: خلک دلته ډیر ښه دي. دوی ښه باتعلیمه دي. دلته مسلمانان، یهودیان او نور په سوله، مینه، همکارۍ او هم اهنگۍ ژوند کوي.
د نیویارک د ښار د شورا غړی لیو وايي: هم اهنگي کله په اسانه لاس ته نه راځي. زمونږ ټولنه ورته کار کوي. ایا مونږ ستونزه لرو. البته چې لرو یې. تل د مختلفو نژادونو تر منځ رقابتونه وي. د ځای او د منابعو د ترلاسه کولو لپاره د مذاهبو تر منځ رقابتونه وي.خو مونږ یو بل سره کښینو او دا هغه میراث دی چې د درې نیم سوو کلو نه را پدې خواته مونږ ته پاتې دی.
ممکن دغه میراث د ځای د کمیدلو او د خلکو په ډیریدلو سره بدلون ومومي خو په اوس وخت کې د خلکو لپاره دومره مهم دی لکه چې یې خپل دین ورته مهم دی.