د لاس رسي وړ اتصالات

ایران:  په ذروي خبرو کی د امریکا گډون مثبت کار دی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي ددې امکانات ویني چې په تهران کې د امریکا د ډیپلوماتیک مرکز د پرانیستلو او د دواړو ملکونو تر منځ د مسافر وړونکو الوتکو د مستقیمو پروازونو د پیل کیدو پر سره خبرې پیل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر منو چهر متکي نن د جمعې په ورځ د ترکیې په پایتخت انقره کی وویل چی د نوو مذاکراتو جریان د آینده د پاره د پرمختگ ښې نښي نښانې رسوی . هغه دا هیله څرگنده کړه چی ددې خبرو فضا به مثبته وی .

امریکا ددې هفتې په سر کی اعلان وکړ چی خپل د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ولیام برنز به ژینیو ته واستوی چی د شنبې په ورځ د ایران د مرکچي سید جلیلي او د اروپایي اتحاد د خارجي پالیسۍ د رئیس هاویر سولانا سره په خبرو کی برخه واخلی .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کاندو لیزا رایس وویل چی برنز په دې خبرو کی ددې د پاره برخه اخلي چی دا وښئي چی امریکا غواړی د ایران ذروي لانجه دي په دیپلوماتیکي لارو چارو حل شی .

په دې مذاکراتو کی د ښاغلي برنز گډون کول د امریکا د پالیسۍ بدلون ښئي . د بوش حکومت د اوږدې مودې را پدې خوا په دې باندی ټینگار کاوه چی تر څو چی ایران د یورانیمو د غني کیدو چاري پرې نږدي ، د هغه هیواد سره به د هغه د ذروي پروگرام په باب خبرو ته کښې نه ني .
XS
SM
MD
LG