د لاس رسي وړ اتصالات

م.م: د لوږې ختمولو ته میلیاردونه ډالر پکار دي


د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون وايي، د خوراکي او سون د موادو زیاتیدونکو قیمتونو هغه هدف مشکل کړی دی چې ټاکل شوې وه، تر ٢٠١٥م کال پورې په نړۍ کې لوږه او فقر تر ډیرې اندازې راکم کړل شي.

بان کیمون د ملگرو ملتونو عمومي شورا ته وویل چې په نړۍ کې د زراعتي محصولاتو د زیاتولو او د بزگرانو سره د مرستې لپاره هر کال له ٢٥ نه تر ۴٠ میلیاردو ډالرو ته ضرورت شته.

ښاغلي کیمون وویل، نړیواله ټولنه باید بیوزلې خلک یوازې پری نږدي.

هغه وویل که اقدام ونشي، کیدای شي د نړۍ سل میلیونه خلک له قحطۍ سره مخ شي او دا کار کیدای شي د سیاسي بې ثباتئ، د مهاجرت د زیاتیدو، نړیوال انفلاسیون او د اقتصادي بحران باعث شي.

بان کیمون د ملگرو ملتونو شورا ته وویل د خوراکي موادو او تیلو د مخ پر لوړه روانو قیمتونو د کنترولولو لپاره عاجل اقدام ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG