په کندهار کې د سرک د غاړې د بم په یوې چاودنه کې لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي دي.
د پولیسو یوه مشر، خان محمد وویل، دغه چاودنه نن د کندهار د میوند په ولسوالۍ د پولیسو پر یوه موټر وشوه. لږ تر لږه یو بل پولیس په پیښه کې ژوبل شوی دی.
د کندهار نه په یوه بل رارسیدلي خبر کې ویل شوي چې، یوه ځانمرگي د کندهار ښار ته نږدې د پولیسو د یوې گزمې څنگ ته ځان په بم الوزولی او لږ تر لږه یو پولیس یې زخمي کړی دی.
بل خوا، د فرانسې د دفاع وزیر هارو مورین د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته رسیدلی چې په افغانستان کې د میشتو فرانسوي عسکرو او افغان چارواکو سره وگوري.
ټاکل شوې چې مورین کاپیسا ته ولاړ شي او په هغه ولایت کې میشت ٧٠٠ فرانسوي عسکر له نږدې وویني.
د فرانسې د دفاع وزارت له هغه یوه ورځ وروسته افغانستان ته سفر کوي چې دوه فرانسوي خیریه کارکوونکي، د افغانستان په مرکزي سیمو کې وتښتول شول.
د اکشن اگینسټ هنگر په نامه فرانسوي موسسه وايي، د جمعې په ورځ په افغانستان کې د دوی د دوو کارکوونکو له برمته کیدو وروسته یې په هغه ملک کې خپل ټول فعالیتونه بند کړي دي.
د موسسې چارواکي ویلي، ددوې د معلوماتو لمخې، کارکوونکي یې لا تر اوسه ژوندي دي.
په فرانسه کې د بهرنیو چارو وزارت پیښه تائید کړې او د یوه اعلامیې په ترڅ کې یې د خیریه کارکوونکو برمته کول ناجایز عمل بللی دی.