د لاس رسي وړ اتصالات

فراه: په یوه هوایی بمباری کی نهه تنه پولیس ووژل شول


پولېسان هغه وخت ووژل چې پولېسانو په خارجى قواو باندى د طالبانو گومان وکړ. د فراه دوالى مرستېال واېې دواړو خواو د ېکشنبى په ورځ د فراه ولاېت د اناردرې په اولسوالى کې نښته وکړه. په دې برخه کې نور تفصېلات ندى ورکړل شوي.

د ناټو او امرېکا قواوې واېې چې دوى دواړه به ددغې پېښى تحقېقات وکړى. په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې د ناټو قواوسهواً د افغانستان په ختېځ کې څلور ملکى کسان وژلى دى.

په ېوه بل خبر کې د نړېوال امنېت قوه اېساف واېې دوى هم په دې تحقېقات کوى چې درىملکېان په پکتېکا کې د شنبى په ورځ هغه وخت ووژل شول چې دخارجى قواو دهاوان توپونو د ډزو لړۍ، خپل هدف ته ونه رسېدلى او ېو کېلومتر له خپل هدف نه لنډى ولگېدلى.

په همدغه پېښه کې څلور ملکېان زخمى شول. اېساف په دغه پېښه باندى سخته خواشېنى څرگنده کړېده.

XS
SM
MD
LG