د لاس رسي وړ اتصالات

احمدى نژاد: د اټومى پروگرام په سر خبرى ېو قدم پرمختگ گڼل کېږى


اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد د نړېوالو قدرتونو سره د دغه هېواد د جنجالى اټومى پروگرام په سر خبرى په جېنوا کې ېو قدم پرمختگ بللى دى. په دغه مجلس کې اېران ته دوه اونى وخت ورکړل شو چى په دې پرېکړه وکړى چې د مشوقو امتېازاتو مجموعه ددې په بدل کې چې د خپلو ېورانېمو له غنى کونگ نه لاس واخلى ېا قبوله کړى او ېاېې رد کړى.


د اروپاېې اتحاد د خارجى پالېسى مشر هاوېرسولانه ووېل دى هېله من دى چې اېران به ډېر ژر دوى ته ځواب ورکړى. داېران داټومى چارو مشر مرکچى سعېد جلېلى ووېل ېو شمېر زېاتى ستونزى چې د اېران له جنجالى اټومى پروگرام سره تړاو لرى حل کېدلى شى.


د شنبى د ورځى د بندو دروازو تر شامجلس کې چې داول ځل لپاره د امرېکا استاځى او دخارجه وزارت معېن وېلېم برنز پکى حاضرو، سعېد جلېلى ووېل چې دامرېکا هېئت ته ېې ېوداسى لېک ورکړېدى چې په هغه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ مشترک نقاط او اختلافات ذکر شوېدى.


په واشنگټن کې د امرېکا د خارجه وزارت چارواکى وايى چې داېران مشران باېد د همکارى او ېا مقابلى په منځ کې انتخاب وکړى.
داېران او اروپاېې اتحاد مرکچېانو په دې جوړه وکړه چې تر دوواونېو وروسته له ېوبل سره ملاقات وکړى اوداېران په اټومى جنجال خبرې وکړى.
اېران د شنبى په ورځ د خپلو ېورانېمو دغنى کولو د پروگرام د بندولو خبره دغوروړ ونه بلله. رپوټ واېې داد غرب ډېره مهمه غوښتنه ده چې اېران په خپل اټومى پروگرام کې د غنى کولو خبره په ټپه ودروى.




XS
SM
MD
LG