د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: په جنوب کی 'شپږ دیرش' تنه وژل شویدی


د پاکستان امنیتي چارواکي وايي د تیرې شنبې راهیسې د یاغیانو سره په جگړو کې د دې هیواد په جنوب لویدیزه برخه کې ٣٦ کسان وژل شوي دي.

په دې کې شپږ کسان یې نیمه پوځیان دي. چارواکي وايي لږ تر لږه د اوچ په سیمه کې دوی د یاغیانو دوه مرکزونه هم تباه کړي دي.

دغه نښتې د دره بگتي په برخه کې چې د بلوچستان د ایالت پورې تعلق لري شوي دي. دلته یاغیان د څه وخته راهیسې خو په کمه اندازه فعال دي.

په دې سیمه کې جنگي ډلې مرکزي حکومت په دې تورنوي چې د طبیعي گاز د زیرمو نه ایالت ته دومره برخه نه ورکوي.

دیره بگتي د پاکستان د طبیعي گاز د زیرمو په خوا کې پرته سیمه ده او دا د بلوڅو د مشر نواب اکبر بوگتي مرکز ؤ چې د ٢٠٠٦ کال په پوځي عملیاتو کې ووژل شو.


XS
SM
MD
LG