د لاس رسي وړ اتصالات

رایس: اېران ددغه هېواد د اټومى جنجال په سر د جنېوا په خبرو کې جدى موقف نه درلود


د امرېکا د بهرنېو چارو وزېره کانډو لېزا راېس وايي چې اېران ددغه هېواد د اټومى جنجال په سر د جنېوا په خبرو کې جدى موقف نه درلود. کانډو لېزار اېس داخبرى په داسى وخت کې خبرېالانو ته وکړى چې متحده عربى اماراتو ته ېې سفرکاوه.

هغې ووېل چې اېران د ځنډولو له تاکتېکونو نه کار اخلى او د شنبى دورځى په خبرو کې ېې د نېړېوالو قدرتونو سره په ډېرو وړو خبرو باندى وخت تېرکه.

کانډو لېزا راېس ووېل چې اېران باېد دمشو قو امتېازاتو مجموعى ته چې دهغو په مقابل کى د خپل اټومى پروگرام دېورانېمو د غنى کونگ کارونه په ټپه دروى، په دوه اونېو کې ډېر جدى جواب ورکاندى.

د بهرنېو چارو وزېر ې کانډو لېزا راېس ووېل چې که چېرې اېران همکارى ونکړى نو له نورو بندېزونو سره به مخامخ شى.


خو د ېکشنبى په ورځ ستر جنرال ماېک مالېن دامرېکا ېوه لوړ پوړه نظامى چارواکى ووېل چې ده ته داېران داټومى جنجال په سر خبرى امېد بښونکى ښکارى ځکه چې د اول ځل لپاره دامرېکا ېو عالېرتبه استاځى دخارجه وزارت معېن وېلېم برنز ، اېران ، او اروپاېې اتحاد په خبرو کې شامل وو.

ستر جنرال مالېن د فاکس نېوزتلوېزېون ته ووېل چې ېوڅو اونى مخکى ده فکرکاوه چې دغه راز خبرى امکان نلرى.



XS
SM
MD
LG