د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما غواړى چې د عراق د جگړې له حآلاتو نه له نېژدى نه خبر شى


دامرېکا ددېموکرات گوند له خوانه د جمهورى رېاست لپاره کاندېد براک اوباما اوس په بغداد کې دى چې په عراق د امنېتى شراېطؤ په برخه کې له نېژدى نه معلومات ترلاسه کړى.

توقع ده چې سناتور براک اوباما هلته دامرېکا له جگپوړه نظامى قوماندانانو او جنرال پېټرېېس سره ملاقات وکړى.

ددې ترڅنگ به دعراق له صدر اعظم نورى المالکى او نورو عراقې چارواکېو سره هم ملاقات وکړى.

رپوټ واېې چى سناتور اوباما له ډېر پخواراهېسى د عراق د جگړې نقاد او مخالف دى. دى د خپل انتخابى سېال سناتور جان مکېن خلاف د ا وړاندېز لرى چې که دى دامرېکا دجمهوررئېس په توگه وټاکل شونو دامرېکا ېې عسکرو د راوتلو لپاره دى له عراق نه د شپاړسو مېاشتو ېو مهال وېش وټاکل شى.

سناتور مکېن غږ کړېدى چې دى به د اوږدې مودې لپاره دامرېکا له خوانه دعراق د امنېت دساتلو لپاره تعهد وکړى.

دېکشنبى په ورځ اوباما په کوېټ کې تم شو. هغه تردې مخکى افغانستان ته تللى و. سناتور اوباما دافغانستان دحآلاتوپه باب ووېل چې دافغانستان حالات خطرناک دى او عاجله توجه غواړى. سناتور اوباما ووېل چې پکارده دعراق پرځاى افغانستان د ترهگرى په جگړه کې دامرېکا دتوجه مرکز واې.

سناتو اوباما دافغانستان د سفر په ترڅ کې دافغانستان له جمهوررئېس حامد کرزى سره په کابل کې ملاقات وکړ. د ښاغلى کرزى نطاق هماېون حمېد زاده ووېل چې سناتو ر اوباما دافغانستان دملاتړ او دترهگرى خلاف د جگړى ددوام لپاره خپل تعهد څرگند کړى.

اوباما پلان لرى چې دمنځنى ختېځ د سفر په دوران کې اسراېېلو اردن ته هم ولاړ شى ترهغې وروسته به هغه اروپا ته ولاړ شى. رپوټ وايي چې له سناتور اوباما سره دوه نور سناتوران ېو جمهورى خواه چک هېگل او بل دېموکرات جک رېډ هم سفر کوى.

XS
SM
MD
LG