د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د ښځو د عدالت تحقیقاتي رپوټ


د ښځو او ماشومانو د حقوقو دڅیړنیز بنسټ په نوم موسسه چی د اوپن سوسایتي انستیتوت ملاتړ هم ورسره دی، نن په کابل کی د ښځو د عدالت تحقیقاتي رپوټ خپور کړ.

پدې غونډه کی د حکومت او مدني ټولنو لسگونو استازو برخه لرله.

دا رپوټ د هغو څیړنو نتیجه ده چی د کابل، بلخ، بدخشان، پروان، او ننگرهار په ولایتونو کې دښځو د حقوقو ټولنو سر ته رسولې دي. په ترڅ کی یی د پولیس، محاکمو، څارنوالۍ، عدلي طب، د خدمتي ادارو د غړو او عامو وگړو سره چی شمیر یی یو زرو دری سوو پنځوس تنو ته رسیدو مرکې شوی دی.

دا رپوټ وایی عدالت ته د لاس رسۍ دپاره ښځې د سختوستونزو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG