د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیی صدر ا عظم د اسراییل په پارلمان کې په یو لړ مراسمو کې برخه واخیستله


د برتانیی صدراعظم گوردن برون نن د اسراییل په پارلمان کې د وینا نه مخکې په یو لړ مراسمو کې برخه واخیستله.

د اسراییل پارلمان ته په ورتگ سره، د بریتانیې د یو مشر په توگه اسرائیل او فلسطیني سیمو ته د ښاغلي برون لومړنی سفر پای ته رسیږي.

ښاغلي برون نن وختي د بیت المقدس په یوه هوټل کی د اسراییلي سیاستمدارانو سره وکتل.

ښاغلي برون په یوه جلا غونډه کی د لیکود د گوند مشر بنیمن نتنیاهو، د اسراییلو دفاع وزیر ایهود برک او د اسراییلو بهرنیو چارو وزیر زیپي لیون سره وکتل.

XS
SM
MD
LG