د لاس رسي وړ اتصالات

د مشکوک سالم همدان محاکمی، د امریکا په نظامی محکمه کی


د امرېکا نظامى محکمى د گوانتانمو په زندان کې چې په کېوبا کې پروت دى، په دې شروع کړېده چې دترهگرى د هغه مشکوک بندى محاکمه پېل کاندى چې دترهگرى په جگړه کې دښمن د جنگېالى په نامه پېژندل شوېدى.

د محکمى د منصفه هېئت انتخابول او ټاکل نن ددوشنبى په ورځ پېل شول. ددغه مشکوک نوم سالم همدان دى. پرهغه باندى داتور لگېدلى دى چې ترهگرانو ته ېې مادى ملاتړ برابراوه او دسېسه ېې جوړوله. که چېرې دغه ېمنى الاصله مشکوک محکوم شى نو کېدى شى چې د ټو ل عمر لپاره قېد شى.

د سالم همدان وکېلان وايي دى دالقاعده د مشر اسامه بن لادن موټروان و. خو هغه په کوم ترورېستى عمل کې لتاړنه و. خو څارنوالان وايى چې دى د القاعده مرکزى حلقى ته نېژدى و او له بن لادن سره ېې مرسته وکړه چې د سېپتمبر د ېوولسمى نېټى دترهگرى له حملو نه وروسته د حکومت له مواخذې نه وتښتى.

د سالم همدان وکېل ناکام کوشش وکړ چې دهغه خلاف تورونه چور لېرى کړى شى. هغه د نظامى محکمو د قانونېت او دهغو د اجراېې لارو چارو په برخه کې چې ېوه جنجالى مسله ده قانونى پوښتنى مطرح کړى.

هغه قانونى دعوه چې دهمدان وکېلانو دامرېکا سترى محکمى ته وړاندى کړه هغه نظامى کومېسېون چې په ٢٠٠٦ مېلادى کې جوړ شوى و سترى محکمى هغه غېرقانونى وگاڼه.

د امرېکا کانگرېس ترهغې وروسته بېا په ٢٠٠٦ مېلادى کې دنظامى کومېسېون د داېرولو لاېحه منظور کړه او سالم همدان اوس دهماغه قانون له مخى محاکمه کېږى.

د امرېکا په ملکى محاکمو کې چې کومى جناېې دعوې کېږى دهغو خلاف په نظامى کومېسېون کې هغه شواهد هم دمنلو وړ وى چې ېوڅه ناڅه د بل د خولى خبره وى او ېا په زور او جبر باندى شواهد لاس ته راوړ شوى وى. خو په ملکى محکمو کې دغه راز شواهد نه منل کېږى. همدارنگه که چېرى په تجدېد شوى نظامى کومېسېون کې کوم بندى تبرېه شى نو دا دهغه د خوشى کېدلو مانانلرى.

منصفه هېئت به دامرېکا له دېارلسو نظامى منصبدارانو نه وټاکل شى. په منصفه هېئت کې به په وروستى هېئت کې ېوازې پنځه تنه شامل وى. رپوټ وايى چې کېدلى شى چې دهمدان محاکمه درى اونى اږده شى.

XS
SM
MD
LG