د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: یو ځان وژونکی برید کوونکي دری ملکی کسان یې ټپیان کړي دي


افغان چارواکي وایې یو ځان وژونکی برید کوونکي د کابل په یو مشهوره پارک کې ځان الوزولې او دری ملکی کسان یې ټپیان کړي دي.

پولیس وایې برید کوونکي د سه شنبې په ورځ د بابر تارخي بڼ ته نژدې ځان والوزو.

تر اوسه چا ددی چاودنې مسولیت په غاړه ندې اخستې. د همدې میاشتې په پیل کې په کابل کې د هند سفارت دباندې په یو ځان وژونکي برید کې څه دپاسه شپیته کسان ووژل شول.

تراوسه په افغانستان کې د ډیرو ځان وژونکو بمي بریدونو پړه طالبانو په غاړه اخستې ده.

XS
SM
MD
LG