د لاس رسي وړ اتصالات

په جنگى جناېتونو تورن راډوان کراډېچ ونېول شو


د سر بېا حکومت به د بازنېا اوسر ب پخوانى مشر راډوان کراډېچ د هاگ نړېوالى محکمى ته وسپارى. په دغه سړى باندى دا تور لگېدلى دى چې په عامو قتلونو، د بشرېت خلاف جراېمو کې لتاړ دى او د جنگ په وخت کې ېې جناېتونه کړېدى.

د سربېا ېوه چارواکى چې د جنگ د وخت د جناېتونو څارنوال دى دغه اعلان د سه شنبى په ورځ په ېوه خبرى کنفرانس کې وکړ.

رپوټ وايي چې راډوان کراډېچ په نړى کې هغه سړى و چې امنېتى مقامات ورپسى ددغوتورونو له امله گرځېدل چې وې نېسى.

نوموړى درې ورځى وخت لرى چې ددغى فېصلى په مقابل کې خواست وکړى. د سربېا امنېتى مامورېنو د بازنېا اوسربېا دغه پخوانى مشر ددوشنبى په ورځ په داسى وخت کې ونېو چې هغه له بلگراد نه بلى سېمى ته دتللو نېت درلود.

چارواکى وايى چې کراډېچ په ښار کې پټ اوسېده اوپه ېوه کېلېنېک کې ېې په بل نامه باندى دمتبادلى دوا په نامه طبابت کاوه. چارواکېو دهغه وروستى عکس له گڼو برېتونو او ببرى ږېرې سره وښوده.

رپوټ وايي چې د تېرو دولسو کلونو راهېسى کراډېچ په پټه گرځېده. نوموړى د ١٩٩٠ په لسېزه کې د بازنېا او سرب مشر و.

پرهغه باندى دا ادعا شوېده چې هغه په زرگونو غېرسربى ملکېانو د وژلو امر کړى و. تردى مخکى د کراډېچ وکېل د حکومت هغه رپوټ چې دهغه دنېولو په برخه کې و رد کړ.

هغى ووېل چې کراډېچ په ېوه سروېس موټر کې د جمعى په ورځ سفرکاوه او هغوى بېا وروسته په ېوه کوټه کې په غېر قانونى ډول ونېو. خود سربېا چارواکېو دنن ورځې په خبرى کنفرانس کې دغه خبرى رد کړى.

کله چې دکراډېچ د نېولو خبر ددوشنبى دورځې په ماښام کې خپورسو نود سراېو مسلمانان سړکونو ته راووتل چې دهغه په نېول کېدلو خوشالى وکړى. حکومت سمدلاسه پولېس هرې خواته وگومارل چې د سرب ملتپالان چې تراوسه پورې هم دېوه اتل په توگه دکراډېچ درناوى کوى کومه ستونزه جوړه نکړى.

دبالکان د سېمى د جنگ دوختونو دمجرمانو له جملى نه لاتراوسه پورې هم د بازنېا داردو پخوانى مشر راتکومالډېچ او د کروشېا اوسر ب پخوانى مشر گوران آدېچ لاتراوسه پورې هم ازاد گرځى. د سرب پولېسو د بازنېا د پولېسو پخوانى مشر تېره مېاشت ونېو.

XS
SM
MD
LG