د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: اوباما له سنى قبېلوى مشرانو سره وکتل


د امرېکا د جمهورى رېاست لپاره ددېموکرات گوند کاندېد، سناتور براک اوباما، نن د سه شنبى په ورځ دعراق دالانبار ولاېت ته ولاړ. ښاغلى اوباما غواړى چې هلته له سنى قبېلوى مشرانو سره ملاقات وکړى.

رپوټ وايي چې په دغه اېالت کې ددوى مرستى دالقاعده او ېاغېانو موجودېت کمزورى کړ.

اوباما ددغو خلکو له شورى سره چې له امرېکا سره ېې اتحآد کړېدى او د امرېکا له قواوسره په گډه له افرآطېانو سره مقابله کوى ملاقات کاوه.

رپوټ وايي چې دغه کار دالانبار په ولاېت کې َثبات راوستى دى.

رپوټ وايى چې ښاغلى اوباما تردې ېوه ورځ مخکى د عراق له صدر اعظم نورى المالکى سره په بغداد کې ملاقات وکړ.

هغه د دوشنبى په ورځ په خپله ېوه وېنا کې ووېل چې عراقېان له عراق نه دامرېکا د عسکرو د وتلو لپاره داسى مهال وېش غواړى چې ددوى له هېلو او امېدونو سره برابروى.

سناتور اوباما داهم وېلى دى چې دعراق صدر اعظم نورى المالکى ووېل دى هېله من دى چې دامرېکا عسکر له عراق نه د ٢٠١٠ مېلادى کال کې ووزى.

XS
SM
MD
LG