د افغانستان چارواکي وايي، ایتلافي قواوو او افغان عسکرو د ملک په لویدیځ کې له ٢٥ زیات وسله وال وژلي او زخمي کړي دي.
امنیتي مسئولین وايي، دغه جگړه نن د فراه د ولایت د بالا بلوک په ولسوالۍ کې پیښه شوه.
په ېوه بل خبر کې، د افغانستان چارواکو ووېل چې نن د سه شنبى په ورځ وختي د کابل په ېوه مشهور پارک کې یوه ځان وژونکى ځان په بم والوزاوه او درى ملکېان ېې زخمیان کړل.
پولېس وايي چې بم چوونکى پېاده روان و چې ځان ېې د بابر تارېخى باغ ته نږدې په بم والوزاوه.