د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ایتلافی حکومت غونډه د قبایلی علاقی په اړه


د پاکستان حاکم ایتلافی حکومت نن په دی اړه غونډه وکړه چی څرنگه کولای شی د ملک په قباییلی علاقه کی د یاغیانو د زیاتیدونکو حملو ځواب ووایی.

د پاکستان صدر اعظم رضا گیلانی نن په اسلام آباد کی د پاکستان د پیپلز او د نواز مسلم لیگ گوندونو د استاځو په گډون دغه غونډه جوړه کړی وه.

په دی غونډه کی د جمعیت علمای اسلام او د عوامی نشنل گوند استاځو هم گډون درلود.

د پاکستان د چارواکیو په قول ښاغلی گیلانی غوښتل چی د غونډی گډونکونکیو ته په قبایلیی سیمه کی د پوځی روانو عملیاتو په اړه توضیحات ورکړی.

د طالبانو مشرانو خبرداری ورکړی که چیری د پاکستان امنیتی قواووی د سیمی نه ونه وځی نو په حکومتی چارواکیو به حملی وکړی.

امریکایی چارواکیو په دی اړه اندیښنه ښودلی چی یاغیانو د پاکستان قبایلی سیمه په افغانستان کی د دوی او ناتو په قواوو باندی د حملو یوه اډه گرځولی ده.

په افغانستان کی د القاعدی مشر د سی شنبی په ورځ د پاکستان د جیو په نامه شخصی ټلویزیونی شبکی ته وویل چی د القاعدی سره د قباییلی سیمی له خوا مرسته کیږی.

XS
SM
MD
LG