د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د اسراییلو ستاینه وکړه او د هغوی غوړیدل یی یوه معجزه وبلله


د امریکا د جمهوری ریاست لپاره ډیموکرات کاندید براک اوباما د عالی رتبه اسراییلی چارواکیو سره د غونډی په وخت د اسراییلو ستاینه وکړه او د هغوی غوړیدل یی یوه معجزه وبلله.

سناتور اوباما نن د اسراییلو د دفاع وزیر اهود بارک او د مخالف گوند د مشر بینجامین نیتانیاهو سره په بیت المقدس کی وکتل.

چاروکی وایی چی دغه خبری د سولی بهیر او د ایران د موضوع په شمول د سیمی امنیتی چارو ته متمرکزه وی.

دواړه امریکا او اسراییل د ایران د اټومی پروگرام په هکله اندیښنه لری. او پخوا ایران گوښ کړی ؤ چی اسراییل به له مینځه وړی.

اوباما همداشان د اسراییلو د جمهور ریس شیمون پیریس سره وکتل او د اسراییلو د یاد واشیم د هالو کاست په څلی یی د گلانو گیډی کیښودی.

ټاکل شوی چی سناتور اوباما د اسراییلو د سدیروت په نامه ښارگوټی نه هم لیدنه وکړی چی تل د فلسطینیانو لخوا د راکټونو حملی پری کیږی.

او د فلسطینیانو د جمهور ریس محمود عباس سره به هم وگوری چی د هغه جمهوریت غوښتونکی کاندید جان مکین د مارچ په میاشت کی اسراییلو ته د خپل سفر په وخت کی د محمود عباس سره ونه کتل.

ښاغلی اوباما به د اسراییلو د صدرا‏ظم اهود ولمرت سره د شپی ډوډی یوځای وخوری.

XS
SM
MD
LG