د لاس رسي وړ اتصالات

احمدى نژاد وایی د اټومى ټکنولوژى له پر مخ بېولو نه به په شا نشى


د اېران مشر محمود احمدى نژاد په خپله نننى وېنا کې دامرېکا دا فېصله چې د جېنوا خبروته ېې خپل استاځى ور لېږلى و ېو مثبت قدم بللى دى.

خو داېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد واېې چې دده هېواد به دنړېوال فشار په مقابل کې چې واېې د خپلو حساسو اټومى فعالېتونو نه لاس واخلى په شا ولاړ نشى.

محمود احمدى نژاد لوړه وکړه چې اېران به د خپلى اټومى ټکنولوژى د پرمختگ کارته دوام ورکړى. که څه هم دده په وېنا ځپوونکى او استبدادى هېوادونه په دې برخه کې هلى ځلى کوى چې دوى ترېنه اېسارکړى. دهغه وېنا نن د چارشنبى په ورځ داېران په ېوه دولتى تلوېزېون کې خپره شوه.

ددې اونې په سر کې دامرېکا د خارجه چارو وزېرې کانډو لېزا راېس ووېل چې که چېرې اېران د ېورانېمو له غنىکولو نه لا س وانخلى نو نور بندېزونه به پرې ولگول شى.

کانډو لېزا راېس ووېل اېران په دې کې پاتې راغى چې د مشوقو امتېازاتو مجموعى ته چې دغه هېواد ته د اټومى چارو په باب د خبرو په مجلس کې وړاندې شوې وه په جدى ډول جواب ورکړى. داېران دا ټومى چارو په باب خبرى د شنبى په ورځ په جېنواکې وشوې.

هغې خبردارى ورکړ چې که اېران په دې باب لازم اقدام ونکړى نو دنړۍ قدرتونه په دې برخه کې قوى موقف لرى چې بېرته دبندېزونو لگولو ته مخه وکړى.



XS
SM
MD
LG