د لاس رسي وړ اتصالات

په غزنې کې عملیات دوام لري


د ناتو او افغان قواوې نن په دوهمه ورځ هم د یاغیانو سره په جگړو اخته دي چې د افغانستان په جنوب کې هغه ولسوالي بیرته ونیسي چی دغو یاغیانو نیولې ده.

چارواکي وایی چی د چهارشنبې د ورځي راهیسی چی دا عملیات د غزنی په ولایت کی شروع شوي دي څو تنه یاغي طالبان وژل شوي دي .

طالبانو په دې ولایت کی د اجرستان ولسوالی ددوشنبې په ورځ ونیوله چی دا په افغانستان کی د لیري پرتو او گوښه سیمو په نیولو کی د هغوی وروستۍ حمله وه.

امریکایي قوماندانانو ددرو نورو محاربوي لواگانو یا تقریبا لس زره عسکرو غوښتنه کړې ده چی افغانستان ته ولیږل سی او د یاغی طالبانو د مخ په زیاتیدونکو حملو په مقابل کی وجنگیږي. مگر د امریکا ددفاع د وزارت یوه نطاق پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چی افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو فیصله به د امریکا نوی جمهوررئیس کوی.

د امریکا د لویو درستیزانو رئیس د سمندري قواو ستر جنرال مایک مولین د سه شنبې په ورځ وویل چی امریکا دومره زیاته بشري قوه نه لری چی افغانستان ته ډیرعاجل تقویتي عسکر واستوي . هغه وویل چی د امریکایی عسکرو زیات قوت عراق ته متوجه دی.

XS
SM
MD
LG