د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړی پاکستان ته د تروریزم ضد بودجه جنگي جیټانو ته وټاکي


د بوش حکومت پیشنهاد کړی چی هغه په سلهاو ملیون ډالره چی اوس یې پاکستان ته د تروریزم ضد فعالیتونو د پاره ورکوی ، هغه د هغه ملک د جنگي جیټ الوتکو ترمیمولو او نوي کولو ته چی ډیري زړې شوی دي اختصاص کړی.

دا پیشنهاد چی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا شوی دی باید چی د امریکا

کانگرس یې هم منظور کړی او په داسی حال کی کیږی چی د پاکستان نوی صدراعظم یوسف رضا گیلاني بله هفته واشنگټن ته را روان دی.

د پاکستان د ایف ١٦ ډوله جنگی جیټ الوتکو نه چی په امریکا کی جوړي شوي دي اصلا د تروریزم په مقابل کی په حملو کی کار نه دی اخیستل سوی. ددې پیشنهاد په اساس به پاکستان ته د امریکا د مرستو په دوو کی درې برخي چی تقریبا ٢٣٠ ملیون ډالره کیږی ددغو الوتکو چی د ١٩٨٠ په لسیزه کی جوړی شوي دي ترمیماتو ته ورکړه سی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته وویل چی ددغو الوتکو د ترمیم او فعال کیدو سره به د تروریستانو په مقابل کی حملې کیږی ، دا حملې به زیاتره په یاغیانو باندی وي او ملکي خلک به تلفات نه ورکوی.

پاکستان تر اوسه زیاتره ددغو الوتکو نه د خپل حریف هیواد هند په مقابل کی د حملو نه کار اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG