د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د بنگلور په ښار کی څو چاودني شوي دي


د هند پولیس وایی چی نن د جمعې په ورځ ددې ملک په جنوب کی د بنگلور په ښار کی د بمونو څو چاودنی شوي دی چی لږ تر لږه یو تن په کی وژل شوی دی .

چارواکو وویل چی په ۴٥ دقیقو کی اووه چاودني وشوې . هغوی وایی چی یوه چاودنه د بس موټرونو په یوه تم ځای کی وشوه چی یوه ښځه یې ووژله او څو تنه یې زخمیان کړل .

د بنگلور د پولیسو کمیشنر شنکر بیدری وایی چی داسی ښکاري چی دغه ټول بمونه ساعتي بمونه وو چی هریو پر خپل وخت و چاودید .

چارواکي وایی چی دوی په دې باب هم تحقیقات کوی چی په دې بمونو کی شاید یو یې د موبایل تلیفون په وسیله چول شوی وی .

بیدري د بنگلور د خلکو نه غوښتي دي چی خپل کارونه دي د عادي ورځو په شان شروع کړی . مگر اکثره ښوونځي او دوکانونه تړل شوی دي .

د هند حکومتي چارواکي وایی چی دوی په پایتخت نوي ډهلي او نورو غټو ښارونو کی د خبر داري حالت اعلان کړی دی .

په دې وروستیو میاشتو کی د هند په څو نورو ښارونو کی هم دې ته ورته چاودنی شوي دی .

په بنگلورکی د لوړ تخنیک څه د پاسه ١٥٠٠ کمپنۍ موجودي دی او د ډیرو لویدیځو کمپنیو او شرکتونو سره اساسي اړیکي لری .

XS
SM
MD
LG