د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو اته یرغمل خوشي کړي دي


د پاکستان په صوبه سرحد کی یاغي طالبانو د هغو تقریبا ٢۴ پاکستاني مامورینو نه چی دوې هفتې مخکي یې یرغمل نیولي وو اته تنه خوشي کړي دي .

چارواکي وایی چی نن د جمعې په ورځ ددغو کسانو خوشي کیدل د هغو خبرو نتیجه ده چی د طالبانو او د قبایلو د مشرانو تر منځ وشوې او فقط څو ورځي وروسته له هغه دا کار وسو چی حکومتي قواو د هنگو په ښارگوټي کی خپل عملیات ختم کړل .

چارواکي وایی چی د نورو یرغملو د خلاصیدو د پاره هم هلي ځلي رواني دي .

قبایلي مشران وایی چی طالبان کوشش کوی ددغو یرغملو په بدل کی خپل څو تنه ملگري چی په هغو کی د طالبانو د قوماندان بیت الله مهسود یو مرستیال هم شامل دی ، خوشي کړی .

پاکستاني قواوو ددې هفتې په سر کی په هنگو کی ١٥ یاغیان ووژل او ٦٠ تنه نور یې ژوندي ونیول او اردو وویل چی دا عملیات یې ددې د پاره وکړل چی دا سیمه د یاغیانو نه پاکه کړی .

XS
SM
MD
LG