د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو قواوو په افغانستان کی څلویښت یاغیان وژلي دي


د ناتو او افغان قواو د غزني د ولایت د اجرستان د ولسوالۍ د بیرته تر لاسه کولو د پاره د یاغي طالبانو سره په جگړه کی په لسهاو طالبان وژلي دي .

افغان چارواکي وایی چی په دغي لیري او گوښه ولسوالۍ کی په نننیو هوایی حملو کی څه د پاسه ۴٠ یاغیان وژل شوي دي .

یاغیانو دا ولسوالي د تیري دوشنبې په ورځ ونیوله . چارواکي وایی چی نن دریمه ورځ ده چی د ناتو او افغان قواوي په دې سیمه کی د یاغیانو سره په جگړو اخته دي .

له بلي خوا افغان مامورینو ویلي دي چی نن د جمعې په ورځ د هلمند په ولایت کی درې یاغي طالبان هغه وخت ووژل سول چی هغوی د پولیسو په یوې پوستې باندی حمله وکړه .

دا جگړې په داسی حال کی کیږی چی د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر سټین میر هرات ته ناڅاپي سفر وکړ . ویل کیږی هغه به ددې ښار د اوبو د زیرمي د ځایونو د جوړولو چاري افغان چارواکو ته وسپاری .

جرمني افغانستان ته د ملکي آبادیو د پاره تر کال ٢٠١٠ پوری د یو ملیارډ او اووه سوه ملیون ډالرو مرستي وعده کړې ده .

او یوبل خبر وایی چی نن په افغانستان کی یو ډنمارکی عسکر هغه وخت ووژل سو چی ټانک یې په یوه ښخ شوي بم ور برابر سو . ډنمارک د هلمند ولایت ته خپل ٥٥٠ عسکر استولي دي .

د برتانیې ددفاع وزارت هم ویلي دی چی د هلمند په ولا یت کی پرون د پنجشنبې په ورځ د یاغیانو سره په جگړه کی یې یو عسکر وژل سوی او شپږ نور زخمي سوي دي او د پولیسو یو سپی هم وژل سوی دی .

په دې سره په افغانستان کی دوژل سووبرتانوي عسکرو شمیر ١١٢ تنو ته رسیدلی دی .

XS
SM
MD
LG