د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم امریکا ته تللی


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني نن امریکا ته له روانیدو وړاندې ژمنه وکړه چې د تروریزم او افراطیت په خلاف به جگړه کوي. ټاکل شوې ده چې هغه به د جمهور رئیس جورج بوش سره گوري.

گیلاني اسلام آباد ته نږدې خبریالانو ته وویل چې د افراطیانو په خلاف جگړه د پاکستان خپله مسئله ده.

ښاغلی گیلاني په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې په پاکستان کې ددې وېره زیاته شوې چې کیدای شي امریکا د پاکستان په خاوره کې د افراطیانو د هغو مرکزونو په خلاف اقدام وکړي چې پر افغانستان باندې په حملو کې ورڅخه استفاده کیږي.

د دواړو مشرانو تر منځ به د جگړه مارانو د هغو پناه ځایونو په باب خبرې کیږي چې د افغانستان او پاکستان پر سرحد واقع دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کنډولیزا رایس د جمعې په ورځ پر پاکستان غږ وکړ چې د جگړه مارانو په خلاف خپلې هڅې زیاتې کړي.

د پاکستان حکومت په وار وار ویلي چې خارجي قواوو ته به په خپله خاوره کې د عملیاتو اجازه ورنکړي.

ښاغلی گیلاني چې د مارچ په میاشت کې واک ته ورسېد، دا یې امریکا ته لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې ده چې هغه به د امریکا د جمهور ریاست له کاندیدانو براک اوباما او جان مککین سره هم گوري.

XS
SM
MD
LG