د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ٣٠ تنه اعداموي


د ایران ورځپاڼو خبر ورکړی چې حکومت پلان لري چې د مخدره موادو په قاچاق، قتل او نورو جرمونو تورن ٣٠ تنه بندیان اعدام کړي.

ورځپاڼو د تهران د څارنوالۍ د مقاماتو له خولې لیکلي چې ټاکل شوې ده دغه کسان د صبا د یکشنبې په ورځ اعدام شي.

چارواکي وايي، ددغو کسانو له جملې نه شلو تنو یې منلې چې مخدره مواد یې قاچاق کول او لس تنه نور یې د قاتلونو په نامه پیژندل شوي دي.

په ایران کې قتل، زبر زنا، وسله والې غلاوې او د مخدره مواد قاچاق هغه جرمونه دي چې سزا یې اعدام دی.

د بخښنې نړیواله اداره وايي، ایران په تیر کال کې ٣١٧ تنه اعدام کړي چې دا له چین وروسته د نړۍ په سطحه په یوه ملک کې د اعدام تر ټولو زیات شمیر دی.

XS
SM
MD
LG