د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په متقابله حمله کې  په شلگونو ېاغېان ووژل شول


افغان چارواکی وایی چی د ملک په ختېځ کی د ناتو او افغان قواوو سره په جگړه کی لږ تر لږه اویا یاغیان وژل شوی دی.

د خوست والی ارسلا جمال وویل چی د خوست ولایت د سپیری په ولایت کی د پنځوسو نه تر اویاوو پوری یاغیان نن په یوه حمله کی ووژل شول.

هغه وویل چی یاغیانو د پولیسو په پوسته حمله وکړه ،دوه پولیسان یی ووژل او بیا هغوی د ناتو هوایی ملاتړ وغوښتل شؤ.

د شنبی په ورځ د ناتو قواوو د هلمند په ولایت کی څلور ملکی خلک ووژل او دری یی هغه وخت زخمی کړل چی عسکرو په هغه موټر ډزی وکړی چی د تلاشی لپاره ونه درید.

د ملگرو ملتونو اداره وایی چی سږ کال د یاغی طالبانو او خارجی قواوو ترمینځ جگړو کی لږ تر لږه ٧٠٠ ملکی کسان وژل شوی دی.

بل پلو د خوست په ولایت کی پولیس وایی چی یوه ځان مرگه خپل ځان د سرک جوړولو د ساختمانی پروژی کارگراونو ته نژدی خپل ځان په بم والوزاوه ، یو کس یی وواژه او شپږ کسه یی زخمی کړل.

XS
SM
MD
LG