د لاس رسي وړ اتصالات

استامبول: د مړو شمیر اوه لسو ته رسیدلی دی


د ترکیی چارواکو ویلی دی په استامبول کی د یکشنبی د ورځی په غبرگو بمی حملو کی د مړو شمیر اوه لسو ته رسیدلی دی. دا حملی چی د استامبول په لودیزه برخه کی د گڼی گوڼی په یوه بازار کی شوی وی. د زخمیانو شمیر یی ١٥٠ ته رسیدلی دی.

پولیس وایی چی لومړئ چاودنه په یوه تیلی فون خانه کی وشوه. چی ډیر لږ تاوان یی پیښ کړی و. خو چی کله خلک د دی چاودنی ځایی ته راغونډ شول نو بیا بله زوره وره چاودنه وشوه چی زیات تلفات یی واړول.

تر اوسه چا د دی حملو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی خو مطبوعات وایی چی پولیس په کرد یاغیانو باندی شک لری.

د ترکیی جمهور ریس عبدالله گل دا چاودنی غندلی او مسول کسان ظالمان او ترورستان بللی دی .

XS
SM
MD
LG