په عراق کی دولتی چارواکی وایی چی په دریو ځان مرگی حملو کی
اته ویشت کسان وژل شویدی . دا حملی چی په مذهبی زایرینو شویدی ماشومان هم پکی مړه شویدی دی. د زخمیانو شمیر د نوی نه زیات دی.
پولیس وایی چی د ابتدایی راپورونو نه معلومه شویده چی ځان مرگی حمله کونکی ښځی وی.
دا چاودنی نن د دوشنبی په ورځ هغه وخت وشوی چی کله په زرهاو شیعه
زایرین د بغداد په شمال کی د خادمیه د
زیارت په لور روان وو.
بلخوا په شمالی عراق کی دولتی چارواکی وایی چی د کرکوک ه ښار کی یوه چاودنه شویده چی په کی لږ تر لږه دوه ویشت تنه وژل شویدی . وژل شوی کسان په هغه مظاهره کی شامل وو چی د ولایتی انتخاباتو د قانون خلاف جوړه شوی وه. په حمله کی اتیا کسان ژوبل شوی هم دی.